په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له دوو زرو واوښت

په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له دوو زرو واوښت

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان فایق نن (یکشنبه د میزان ۱۶ مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: تر اوسه د اعلان شویو شمېرو له مخې په هرات کې د تېرې ورځې په زلزله کې دوه زره او ۵۳ تنه مړه او تر ۹ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. تر دې مخکې رویټرز د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ویاند عرفان الله شرفزوي له قوله ویلي و چې د هرات په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی دی. هغه زياته کړه چې په دې زلزله کې تر ١٣٢٩ زيات کورونه يا ويجاړ شوي او يا هم زيانمن شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د چین، روسیې او پاکستان استازو د افغانستان له اوسني حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x