په هرات ولایت کې د باد او لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانیستل شوې

د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخند، نن په هرات ولایت کې د باد د برېښنا د تولید دوه پروژې چې ۴۳.۲ میګاواټه ظرفیت لري او د لمریزې برېښنا د تولید یوه پروژه چې ۵ میګاواټه ظرفیت لري پرانیسته.
په هرات ولایت کې د باد او لمریزې برېښنا د تولید پروژې پرانیستل شوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا پروژې د انرژۍ د ځان بسیاینې، په وارداتي برېښنا د تکیه کمولو او په افغانستان کې د دوامداره زیربناوو د پراختیا په لور یو مهم ګام ګڼل کیږي.

د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال، د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې ملا برادر د دې پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل: “دا پروژې د هیواد د انرژۍ سکتور د پراختیا، عصري کولو او ځان بسیاینې په لاره کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

دا پروژې نه یوازې په وارداتي برېښنا تکیه کموي، بلکې د چاپیریال ساتنې، دوامداره انرژۍ ته وده ورکولو او د نویو ټیکنالوژیو کارولو لپاره فرصتونه هم برابروي.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه