د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هالنډ کې د افغانستان سفارت یو ځل بیا د “افغانستان اسلامي جمهوریت” لقب او د هیواد درې رنګه بیرغ په خپله رسمي ویب پاڼه او ټولنیزو رسنیو پاڼو کې بیرته راوستی دی.
مخکې له دې، سفارت د جمهوریت سمبول او نوم له خپل لوګو او ټولنیزو رسنیو پاڼو څخه لرې کړی و، چې د غبرګونونو لامل شو.




