د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی او دې کار د دغه ولایت د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه پخوانی جهادي قومندان شیخ مقدس بلال د شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹مه د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې په ډزو وژل شوی دی.
بلال هغه مهال په نښه شو چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره په موټر کې ناست و.