د یاد ژمنلیک په اساس چې یوه کاپي یې رسنیو ته رسېدلې ښیي چې طالبانو د ننګرهار ولایت د ښوونځیو ښوونکي د ږیرې پرېښودلو په تړاو د ژمنلیک لاسلیک ته اړ کړي دي.
په دغه ژمنلیک کې ټینګار سوی چې ښوونکي باید د طالبانو د رهبر د فرمان سره سم ږیره پرېږدي او د سرغړونې په صورت کې به له دندې څخه د ګوښه کېدو له پرېکړې سره مخ سي. یاد اقدام د طالبانو له خوا پر تعلیمي چاپېریال او د دولتي ادارو پر کارکوونکو د خپلو مذهبي نظریاتو د تحمیل لپاره د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو یوه برخه بلل سوې ده.
سیمهییزې سرچینې همدارنګه تأییدوي چې دغه ژمنلیک د ننګرهار د پوهنې ریاست له لوري صادر سوی او د ښوونکو لپاره یې لاسلیک د کار د دوام لپاره الزامي شرط ګرځول سوی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم د کارکوونکو د جامو او ظاهري بڼې په برخه کې ورته محدودیتونه عملي کړي دي، په ځانګړې توګه په تعلیمي او اداري بنسټونو کې؛ هغه اقدامات چې د بشري حقونو او تعلیمي سازمانونو غبرګونونه یې راپارولي دي.



