د معمار پرس د خبر له مخې، په ننګرهار ولایت کې سرچینې دا خبره کوي چی په دغه ولایت کې د وروستي طوفان او سیلابونو د قربانیانو شمېر ۱۳۰ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۴۱۰ نور ټپیان شوي دي. ننګرهار ولایت د دوشنبې په ورځ د طوفان او سیلاب شاهد و. له دې طبيعي ناورين دوه ورځې وروسته د سېلاب او طوفان ځپلي کورنۍ وايي، چې لا هم په دغه ولايت کې وضعيت عادي حالت ته نه دى راغلى او خلک په وېره کې ژوند کوي. طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د سه شنبې تر ماښامه پورې یوازې په ننګرهار کې تر ۴۷ ډېر کسان وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو تر دې مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې سیلابونو تر ټولو زیات زیان ښځو او ماشومانو ته اړولی دی.

- 41
- کې خپور شو 2:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 9531
- July 18, 2024
- کې خپور شو 2:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 9531
- July 18, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 14:24 - July 18, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9531
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


د تورخم بندر د تړل کېدو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد
12 ساعتونه پیش


په جوزجان کې د ۲۸ میلیون ډالرو د برېښنا رسولو پروژه پیل سوه
12 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments