په ننګرهار کې د ایران قونسل: ایران او افغانستان ګډ دښمنان لري

د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل په ننګرهار کې وايي چې ایران او افغانستان له ګډو دښمنانو او ګواښونو سره مخ دي او د بهرنیو فشارونو، په ځانګړي ډول اقتصادي بندیزونو، پر وړاندې مبارزه د دواړو هېوادونو همکارۍ او یووالي ته اړتیا لري.
په ننګرهار کې د ایران قونسل: ایران او افغانستان ګډ دښمنان لري

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، مجید رضاپناه، د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل په ننګرهار کې، په یوې خبري ناستې کې وویل چې ایران او افغانستان ګډ دښمنان لري او بهرني هېوادونه د اقتصادي بندیزونو په تطبیق سره هڅه کوي چې دواړه هېوادونه کمزوري کړي.

هغه وویل: «ایران او افغانستان له ورته ګواښونو سره مخ دي او د دې فشارونو پر وړاندې مبارزه د دواړو خواوو همکارۍ او یووالي ته اړتیا لري.»

د ایران سرقونسل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کلونو ناامنۍ وروسته، اوس په افغانستان کې ټول‌پوښ امنیت ټینګ سوی او وخت رارسېدلی چې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ګډ او عملي اقدامات ترسره سي.

هغه همدارنګه وویل: «ایران د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی او چمتو دی چې د دې هېواد اقتصادي پرمختګ په مسیر کې هر اړخیزه همکاري وکړي. د افغانستان هوساینه او ثبات د ایران د ګټو سره تړلی ده.»

سرقونسل د ایران د نوي نمایندګۍ له خوا هم د ننګرهار په ولایت کې د دوامداره همکارۍ خبر ورکړ او ویی ویل چې ایران په دې ولایت کې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره یو مجهز روغتون جوړ کړی او په روغتیا، يخچالونو، مسلکي مرکزونو، تخنیکي او نورو برخو کې به خپلې همکارۍ جاري وساتي.

بلخوا، په همدې خبري ناسته کې د ننګرهار د طالبانو محلي چارواکو د ایران د سوداګریزو او اقتصادي برخو د پراخې او دوامداره همکارۍ غوښتنه وکړه.

عبدالبصیر پاچا، د ننګرهار ولایت د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رئیس، پر دې ټینګار وکړ چې د خلکو د اسانتیا لپاره د سوداګریزو لارو پراختیا ته باید لا زیات پام وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x