د معمار پرس د راپور له مخې، د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اقدام د کوربه هېواد د غوښتنې پر بنسټ شوی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په اروپايي هېوادونو، استرالیا او کاناډا کې د افغانستان د سفارتونو هر ډول فعالیتونه، له څو قونسلګریو پرته، له مرکز سره د نه همغږۍ له امله باطل دي. په ناروې کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفارت ودانۍ د افغان حکومت ملکیت دی او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته به وسپارل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10357
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10357
منتشر شده در ۱۵:۲۲ - سنبله ۲۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email