په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او وویل چی په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه شوې ده. په دې غونډه کې یو شمېر ښځینه افغان خبریالانو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د اطلاعاتو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازي وویل، افغان ښځینه خبریالانې هره ورځ د ظلمونو پر وړاندې مقاومت کوي او د رسنیو د محتوا د تولید لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي. د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

- 40
- کې خپور شو 4:48 ب.ظ
- د خبر شمیره 7998
- March 13, 2024
- کې خپور شو 4:48 ب.ظ
- د خبر شمیره 7998
- March 13, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په کاپيسا کې د بودايي دورې دوې نوې لرغونې سيمې وموندل سوې
15:30 - February 12, 2026

طالبان: د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د هغوی د سیاسي ناهیلۍ نښه ده
15:25 - February 12, 2026

د طالبانو د کرنې وزیر: د کډوالو ايستنه د بشري ارزښتونو خلاف کړنه ده
15:21 - February 12, 2026

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: امریکا د ایران ځواک نه سي زغملای
15:14 - February 12, 2026
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments