په مشهد کې د ۵۰ ډالرو الکترونيکي پاسپورټونو وېش پیل شو

په مشهد کې د طالبانو د ادارې لاندې د افغانستان قونسلګرۍ د ۵۰ ډالرو په ارزښت الکترونيکي پاسپورټونه وېش پیل کړي او له کډوالو څخه یې غوښتي چې یوازې په ټاکلي وخت راشي ترڅو د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي.
په مشهد کې د ۵۰ ډالرو الکترونيکي پاسپورټونو وېش پیل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ نن، یکشنبه، د اسد ۵مه، اعلان وکړ چې د الکترونيکي پاسپورټونو وېش پروسه د ۵۰ ډالرو په لګښت پیل شوې او د ترلاسه کولو لپاره یې هیڅ وخت محدودیت نشته.

ماموریت له کډوالو څخه وغوښتل چې د ملاقات پرته د قونسلګرۍ مخې ته له حاضریدو ډډه وکړي.

د خدماتو پروسې د چټکولو لپاره، قونسلګرۍ د ملاقات او وخت په درناوي ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه