د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې د پاسپورټ ورکولو، د پاسپورټ نوي کولو او د هویت تصدیق څانګو کې خدمات په موقت ډول ځنډول شوي دي.
په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ د چارواکو په وینا، دا پریکړه د ګڼې ګوڼې او د هویت د تصدیق په برخه کې د غوښتنو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي له امله شوې ده.
د دې اقدام موخه د قونسلګرۍ چارې تنظیمول، پر کارمندانو فشار کمول او په دې ښار کې میشتو افغان اتباعو ته د خدماتو کیفیت ښه کول دي.
تمه کیږي چې د دې مودې وروسته به قونسلګري خدمات په ښه نظم او کیفیت سره بیا پیل شي.