په مسکو کې د طالبانو د سفارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (۳۰ دلو) اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر په مسکو کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ په اړه یې خبرې اترې وکړې.
په مسکو کی د طالبانو د سفارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ګل حسن حسن، د طالبانو سفیر په مسکو کې د تورجان زاکرویچ اسدوف، د ازبکستان سفیر سره لیدنه کړي ده.
د دې خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ، ترانزیتي مسایلو او سیمهییزو تعاملاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په دې لیدنه کې د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا اړتیا باندي ټینګار سوی او ویل سوي چې د افغانستان وضعیت باید د واقعي شرایطو په پام کې نیولو او په مثبت لید سره وڅېړل سي.



