د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو د شورا ناسته به د نومبر په ۱۷ او ۱۸ په مسکو کې ترسره سي او مشري به یې میخائیل میشوستین، د روسیې لومړي وزیر، وکړي.
په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، کلتور او بشردوستانه همکاریو د پراختیا موضوعات د بحث لاندې نیول سوي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې ایا د طالبانو ادارې استازی به په دې ناسته کې ګډون وکړي که نه.
د شانګهای د همکاریو سازمان ۲۵مه ناسته مخکې د اګست په ۳۱ نېټه په تیانجین، چین کې ترسره سوې وه. په دې غونډه کې د ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو مشران ګډون کړی وو، د بېلګې په توګه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، او د ۱۰ نړیوالو سازمانونو استازو هم ګډون درلود. د ایران، روسیه، بیلاروس، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان هېوادونه د دې سازمان بشپړ غړي دي.



