د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شنبې په سهار د افریقا په شمال لویدیځ کې د مراکش په لویدیځ کې یوه زوروره زلزله وشوه، چې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې یې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او ژوبل کړل او دا په تېره یوه پېړۍ کې په دغه هېواد کې تر ټولو زوروره زلزله ده.
رسنیو او خبري سرچینو نن سهار د ریښتر په کچه د ۶.۸ درجې د یوې سختې زلزلې د رامنځته کیدو خبر ورکړی او خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې د پراخو کورونو د ویجاړیدو ښکارندويي کوي.