په متحده عربي اماراتو کې د پوتین او محمد بن زاید ال نهیان ترمنځ د لیدنې کتنه

په متحده عربي اماراتو کې د پوتین او محمد بن زاید ال نهیان ترمنځ د لیدنې کتنه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د فلسطین او اسرایلو د شخړې، د اوکراین د کړکیچ، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د انرژۍ، د زیربنایي پروجکتونو او د پرمختللو ټکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې. پوتین د متحده عربي اماراتو له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په دغه هېواد کې یې د ارتودوکس کلیسا د جوړولو مسئله حل کړه. د متحده عربي اماراتو ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې د پوتین د شخصي رول ستاینه هم وکړه.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنه: له طالبانو سره د خبرو لپاره د دوحې له ناستې څخه د مدني ټولنې وتل اړین وو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x