په متحده عربي اماراتو کې د درنو صنایعو په برخه کې د عزیزی ګروپ نوي پانګونه

د عزیزی ګروپ شرکت اعلان کړی چې د عزیزی ګروپ تولیدي او صنعتي څانګه د ایټالیايي شرکت Pomini Long Rolling Mills سره د سیخ‌ګول تولید په برخه کې په متحده عربي اماراتو کې د همکاری تړون لاسلیک کړی دی.
په متحده عربي اماراتو کې د درنو صنایعو په برخه کې د عزیزی ګروپ نوي پانګونه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د عزیزی ګروپ د تولید او صنایعو څانګې د ایټالیايي شرکت پامینی لانګ رولینګ میلز «Pomini Long Rolling Mills» سره د متحده عربی اماراتو په هېواد کې د سیخ‌ګول د تولید فابریکې د پرانیستلو لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

میرویس عزیزی، د عزیزی ګروپ څښتن ، د دې تړون موخه د شرکت د سیخ‌ګول د تولید فابریکې بشپړول او پرانیستل یاد کړي دي. د هغه په وینا، د دې تړون له مخې، د پامینی لانگ رولینګ میلز شرکت به په راتلونکو میاشتو کې ټول ماشین‌آلات او تخنیکي سیستمونه چې د دې فابریکې لپاره اړتیا ده، برابر کړي.

دا فابریکه چې د عزیزی ګروپ د دولسو تولیدي واحدونو له ډلې یوه ده، د کلنۍ ۶۰۰ زره ټنه ظرفیت سره جوړیږي او تمه کیږي د ابوظبي په کیزاد سیمه کې د شرکت د ساختماني پروژو اړتیاوې پوره کړي.

د پامینی لانگ رولینګ میلز شرکت یو ایټالیايي انجنیري او صنعتي شرکت دی چې په درنو صنایعو او فولادو کې فعالیت کوي، د فابریکو ډیزاین، جوړولو او د فولادو د تولید  تجهیزاتو په برخه کې تخصص لري او په ځانګړي توګه د اوږدو فولادي محصولاتو د ګرمو رولینګ په برخه کې مهارت لري.

په همدې حال کې، یو شمېر د هیواد اوسیدونکي د افغان سوداګرو د بهرنیو پانګونو پر وړاندې نیوکه کړې او وایي چې د فابریکو جوړول په بهر کې به د خلکو اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې  روښانه اغېز ونه لري. د دوی په وینا، د طالبانو د واکمنۍ تر بیرته راتګ وروسته، د بې‌کارۍ او فقر کچه لوړه سوې او خلک په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x