د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا دل کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د جو بایډن د ادارې پر مهال افغان کډوالو ته ورکړل شوی لنډمهاله خوندي دریځ (TPS) لغوه شوی دی.
د دې پریکړې معنی دا ده چې شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغان اتباع چې د دې پروګرام تر ساتنې لاندې په متحده ایالاتو کې دي، باید په راتلونکو ۶۰ ورځو کې له هیواده ووځي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم په یوه بیان کې وویل چې د حکومت د ارزونې پر بنسټ، په افغانستان کې وضعیت دومره ښه شوی چې نور د خپلو اتباعو لپاره د لنډمهاله محافظت شرایط ته اړتیا نشته.
هغه د چین په ګډون د بهرنیو سیلانیانو د شمیر زیاتوالي ته په اشارې سره ادعا وکړه چې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او د هیواد اقتصاد ثبات مومي.