د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د «زموږ صنعت، زموږ ویاړ» تر سرليک لاندې درېورځنۍ صنعتي نندارتون د شنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پرانیستل سو. د یاد نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د سوداګریزو همکاریو پراختیا او په هېواد کې د سوداګرۍ د فرصتونو زیاتول ښودل سوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې نږدې ۵۰ غرفې ګډون لري، چې بېلابېل توکي لکه کرنیز محصولات، خوراکي توکي، درملیز محصولات او ساختماني توکي نندارې ته وړاندې سوي دي.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې له کابل، بلخ، هرات، کندهار، پکتیکا او د هېواد له نورو سیمو څخه صنعتکارانو په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.
دا نندارتون د حقمل شرکت او د سیکارام احمدي د بازارموندنې د خدماتو شرکت له لوري جوړ سوي دي.
د افغانستان سوداګران تل د اسانتیاوو د کمښت، په ځانګړي ډول د برېښنا محدود لاسرسي او د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال د نشتوالي په اړه شکایت کوي. سربېره پر دې، لوړې مالیې او اضافي لګښتونه هم هغه اساسي ستونزې دي چې دغه قشر ورسره مخ دي.



