په لوګر کې ٨٠ نجونې له دیني مدرسې څخه فارغې شوې

په لوګر کې ٨٠ نجونې له دیني مدرسې څخه فارغې شوې

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ولایتي ادارې مسوولینو سربېره، دیني عالمانو، مشرانو، د سیمې اوسېدونکو او فارغو شویو حافظانو د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.
د یادو مراسمو کې ویناوالو په وارسره د اسلام مقدس دین له نظره د نجونو د تعليم او تربيې، عقيدې او یو شمېر نورو موضوعاتو پر تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او د فارغ شویو حافظانو کورنیو ته یې د دغه ویاړ مبارکي وړاندې کړه.
دغه راز د دغه مدرسې مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل، چې نن له يادې مدرسې څخه ٦٠ تنه د قرآن‌کريم له حفظ او ٢٠ تنه نورې د ناظرې له څانګې څخه فارغې شوې او اوسمهال د دغه دیني مدرسې په بېلابېلو څانګو کې ٤٠٩ تنه ښځینه زده‌کوونکي په اسلامي زده کړو بوختې دي.
باید وویل شي، چې د یادې دیني درسي بهیر د ١٤ ښځینه او ۳ تنه نارینو استادانو لخوا پرمخ وړل کېږي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان امنیتي وضعیت؛ د لویدیځ خبرداری او د طالبانو ادعاوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x