په لنډي کوتل کې د سوداګرو او موټرچلوونکو لاریون د تورخم د بندر د تړل کېدو پر ضد

یو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د چهارشنبه په ورځ (د لړم ۷مه) د تورخم بندر ته نږدې د لنډي کوتل په بازار کې لاریون وکړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې دا مهم سوداګریز بندر ژر تر ژره پرانیزي.
په لنډي کوتل کې د سوداګرو او موټرچلوونکو لاریون د تورخم د بندر د تړل کېدو پر ضد

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې یو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د چهارشنبه په ورځ د لړم ۷مه د لنډي کوتل په بازار کې د تورخم بندر د تړل کېدو په اعتراض لاریون کړی دی.

معترضینو د شعارونو په ورکولو او د شعار پاڼو په پورته کولو سره د تورخم بندر د ژر پرانیستلو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د لاریون کوونکو په وینا، د بندر تړل کېدل د سوداګرۍ د بهیر د ټپېدو، د عوایدو د کمېدو، د فاسد کېدونکو توکو د منځه تلو او د زرګونو کسانو لپاره د اقتصادي ستونزو لامل سوی دی.

د تورخم بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیا له امله نږدې دوه اوونۍ وړاندې تړل سوی دی. معترضینو خبرداری ورکړی چې که دغه وضعیت دوام وکړي، د دوی اعتراضونه به لا پراخ سي او مسئولیت به یې د پاکستان د دولت پر غاړه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه