په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت به د سپټمبر په ۲۷ په رسمي ډول ودرول شي

په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت به د سپټمبر په ۲۷ په رسمي ډول ودرول شي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په لندن کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د برتانیا د حکومت د رسمي غوښتنې پر بنسټ به د روان میلادی کال د سپټمبر په ۲۷ نېټه په رسمي ډول وتړل شي. دغه سفارت نن (یکشنبه، د سنبلې ۱۸مه) ویلي، چې دا پرېکړه یې د کوربه هېواد د چارواکو د غوښتنو پر اساس شوې ده. په لندن کې د افغانستان سفارت له خپلو همکارانو، هېوادوالو او بنسټونو مننه کړې چې له دغه سفارت سره یې همکاري کړې ده. تر دې وړاندې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي و چې دا خبره کوي بريتانيا په لندن کې د افغانستان د سفارت له ډيپلوماټانو غوښتي چې د سپټمبر مياشتې تر پايه دغه سفارت برتانوي حکومت ته وسپاري.

بیشتر بخوانید:  د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راغلی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x