د فراه امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولايت د بکواه ولسوالۍ په اسد کارېز سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فراه د امنيه قومندانۍ د رسنیز دفتر مسوول مولوي محمد نسيم بدري له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل، چې دغه پېښه د بکواه ولسوالۍ په اسد کارېز سیمه کې د یو ٣٠٤ ډوله موټر او ټانکر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې ٢ تنه مړه شوي او ١٦ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه سيمې ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې نږدې روغتونو ته لېږدولي دي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1976
۲ کلونه پیش
شماره خبر 1976
منتشر شده در ۱۳:۲۷ - جدی ۱۲, ۱۴۰۱
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email