په فراه کې د طالبانو د احصائیې پر رییس وسله‌وال برید

محلي سرچینې په فراه ولایت کې وایي چې مثنی بلوچ، د طالبانو د احصائیې رییس، ټپي سوی دی. د سرچینو په وینا، دا برید د چهارشنبې ورځ له غرمې وروسته، ترسره سوی دی.
په فراه کې د طالبانو د احصائیې پر رییس وسله‌وال برید

محلي سرچینې په فراه ولایت کې وایي چې مثنی بلوچ، د طالبانو د احصائیې رییس، ټپي سوی دی. د سرچینو په وینا، دا برید د چهارشنبې ورځ له غرمې وروسته، د عقرب ۲۸مه، د فراه ښار په مرکز کې ترسره سوی دی.

د موجودو معلوماتو پر بنسټ، مثنی بلوچ هغه مهال د وسله‌والو کسانو د ډزو هدف وګرځېد چې له خپل دفتر څخه د وتلو په حال کې وو. بریدګر له حملې وروسته له سیمې پر تېښتې بریالي سوي دي او تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی. سرچینې وایي چې د طالبانو د احصائیې د رییس روغتیایي حالت خراب راپور سوی او هغه روغتون ته لېږدول سوی دی. طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x