په فاریاب ولایت کې د وزیرستاني ناقلینو د اجباري میشتېدو پر سر وسله‌واله نښته

محلي سرچینو راپور ورکړی چې د فاریاب ولایت د شیرین‌تګاب ولسوالۍ د اصلي اوسېدونکو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د وزیرستاني ناقلینو د اجباري مېشتېدو پر سر سخته نښته رامنځته سوې ده؛ دا نښته له تېرو دوو ورځو راهیسې روانه ده او یو شمیر کسان يي ټپیان کړي دی.
په فاریاب ولایت کې د وزیرستاني ناقلینو د اجباري میشتېدو پر سر وسله‌واله نښته

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محلی سرچینو له معمار خبری آژانس سره په تماس کي ویلي دي چې د فاریاب ولایت شیرین‌تګاب ولسوالۍ کي د سیمې د اصلي اوسېدونکو او د طالبانو ځواکونو ترمنځ شدیده نښته سوې ده. دا نښته وروسته له هغه پیل سوې ده چې په دې ولسوالۍ کي د وزیرستاني ناقلینو د ځای پر ځای کولو او مېشتېدو هڅې پیل سوې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، د سیمې خلکو چې لاس خالي او بې له پوځي امکاناتو څخه ول، د هغو ناقلینو پر وړاندي اعتراض وکړ چې په بشپړ ډول وسلوال ول او د طالبانو د ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن دي. دغه اعتراض په تاوتريخوالي واوښت او راپورونه ښيي چې د دې نښتې په ترڅ کي څو تنه ټپیان سوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د ناقلینو د مېشتولو لړۍ په جبري توګه، د سیمه‌ییزو وګړو له رضایت پرته او د زور په کارولو سره عملي کېږي؛ هغه اقدام چې د دوی په باور د سیمې د نفوسو د جوړښت د بدلولو په موخه ترسره کېږي.

تر اوسه پوري د طالبانو چارواکو د دې پېښې او د دقیقو تلفاتو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د محلي سرچینو په وینا، د شیرین‌تګاب ولسوالۍ فضا لا هم کړکېچنه او ترینګلې ده.

افغانستان کي د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته، د هېواد له شمال، شمال‌ختیځ څخه نیولې بیا د جنوب‌لوېدیځ تر سیمو پوري د پښتنو ناقلینو د ځای پر ځای کولو او مېشتېدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره سوي دي. طالبان همدارنګه د کابل د شمال په یو شمېر ولایتونو او د هېواد په مرکزي سیمو کي د کوچیانو پراخ ملاتړ کوي.

سربېره پر دې، د مزارشریف او حیرتان په ګډون د هېواد په ګڼو ښارونو کي پراخې ځمکې افغانانو ته وېشل سوي دي، چې د دغو ولایتونو د سیمه یېزو وګړو اندېښنې ئې راپارولې دي. تر دې وړاندي هم د فاریاب او تخار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کي ازبیکانو د پښتنو ناقلینو ته د خپلو ځمکو د سپارلو پر ضد اعتراضونه کړي وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x