په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو د ۸ شبکو د جوړولو کار بشپړ سو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د فاریاب ولایت په دولت‌آباد، شیرین تگاب، ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو کې د ۳۹ میلیونه څخه زیاتو افغانیو په ارزښت د اوبه‌رسونې اته (۸) شبکې د جوړولو پروژه بشپړه سوې ده.
په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو د ۸ شبکو د جوړولو کار بشپړ سو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د فاریاب ولایت د دولت‌آباد، شیرین تگاب، ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو اړوند ۸ د اوبو رسولو شبکې په بریالیتوب سره بشپړې سوې او د خلکو د استفادې لپاره سپارل سوې دي. د دغو پروژو ټولیز لګښت له ۳۹ میلیونو افغانیو څخه زیات ښودل سوی دی.

د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ (۱۸م د عقرب) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو شبکو د پرانیستې مراسم د ملا محمد یونس آخندزاده او مولوي علاوالدین حق‌پرست، د فاریاب د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، په ګډون د سپین‌ږیرو او ځوانانو په حضور کې ترسره سول. ملا محمد یونس آخندزاده په دغو مراسمو کې وویل: «موږ هڅه کوو چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې، د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو د عملي کېدو لپاره کار وکړو، ترڅو د خلکو اړتیاوې پوره سي.»

د دغو شبکو له بشپړېدو سره، نږدې ۱۸۹۶ کورنۍ په یادو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه د اوبو رسولو شبکې جوړې کړې دي، چې موخه یې د خلکو لپاره د پاکو اوبو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابرول دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x