د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو هم په المغراقه سیمه کښې د مصر د الازهر پوهنتون د غزې د څانګې په ودانیو بمباری وکړه او د غزې د تړانګې د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړولو ته یې دوام ورکړ. صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې کښې د استوګنې په سیمو، ښوونیزو او روغتیایی مرکزونو او هر څه د بمبارۍ په دوام کښې د الفاخوره ښوونځی بمباری کړ چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان شهیدان او ۵۴ تنه ژوبل شول. د فلسطیني رسنیو د معلوماتو له مخې په دغه ښوونځي کې لسګونه فلسطیني کډوال ځای پرځای شوي دي. نن سهار اسرائیلي جنګي الوتکو د خان یونس په ښار کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړه په دغه بريد کې څلور تنه شهيدان او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

- 88
- کې خپور شو 12:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 6755
- November 5, 2023
- کې خپور شو 12:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 6755
- November 5, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



