د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ رویټرز د درې افغان او دوو پاکستاني چارواکو له قوله – چې یو یې په استانبول کې وو – خبر ورکړی چې د طالبانو او پاکستان استازو ترمنځ په عربستان کې ناسته سوې او دواړو لوریو پکې د اوربند د دوام او د تازه رامنځته سویو کړکیچونو د کمولو لپاره د خبرو پر دوام سلا کړې ده.
دا ناسته وروسته له هغه ترسره سوې چې په قطر او ترکیه کې د پاکستاني او طالب چارواکو پخوانۍ هڅې د سولې او د پولو د کړکېچ د مهار لپاره بېپایله پاتې سوې. سرچینې وایي، دا هڅې د دې لپاره وروستۍ هلې ځلې دي چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د بحران د زیاتېدو مخه ونیول سي.
د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي: «موږ چمتو یو چې نورې ناستې هم ترسره کړو تر څو مثبتې پایلې ته ورسېږو.» پاکستاني چارواکو هم تایید کړې چې د اسلامآباد پلاوی د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت استازي شامل کړی وو.
پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت کسان په عربستان کې د مذاکراتو استازي وو.
رویټرز په خپل راپور کې د دغو مذاکراتو دقیق وخت نهدی مشخص کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ، د طالبانو ویاند او د عربستان حکومت ددې مذاکراتو په اړه د رویټرز د نظر غوښتنې ته ځواب نهدی ورکړی.
دا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو تازه پړاو دی چې څو ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې د اکتوبر په میاشت کې خونړۍ نښتې وسوې.
د دغو نښتو په تعقیب، دواړو لوریو د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند اعلان کړ او په دوحه او استانبول کې یې خبرې ترسره کړې؛ خو هغه خبرې په پای کې بې له کومې وروستۍ موافقې پای ته ورسېدې.
دا تازه پړاو خبرې هم د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له څو ورځنیو خونړیو نښتو وروسته ترسره سوی. له دې نښتو وروسته دواړو خواوو د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند اعلان کړ او په دوحه او استانبول کې خبرې وسوې، خو هغه خبرې وروستۍ پایلې ته و نه رسېدې.



