د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سویلي کوریا چارواکو اعلان وکړ چې د موان ښار په هوايي ډګر کې د یوې الوتکې حادثې وروسته د دې الوتکې د ټولو 181 مسافرینو څخه 179 کسان مړه شوي او یوازې دوه تنه ژوندي پاتې دي. دغه الوتکه چې د سویلي کوریا د جیجو هوايي شرکت اړونده وه، د تایلنډ له پلازمېنې بنکاک څخه د موان هوايي ډګر ته روانه وه. خو د کښته کېدو پر مهال د هوايي ډګر له کټارو سره له لګېدو وروسته اور ولګېد. د سویلي کوریا د ولسمشرۍ دفتر پر دغې خونړۍ پېښې د خواشینۍ په څرګندولو سره، ټولو مسوولو بنسټونو ته امر کړی چې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې او د پېښې د لامل په اړه څېړنې وکړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=114905
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 114905
منتشر شده در 5:43 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email