د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سوډان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه هیواد په پلازمینه خرطوم کې د دار الاسلام په سیمه کې د هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون لسګونه نور ټپیان شوي دي. سی ان ان دا هم راپور ورکړی چې دا بریدون د جولای په اتمه ترسره شوي، او سرچینو دا په سوډان کې د تاوتریخوالي له پیل راهیسې یو له ترټولو خونړی برید وباله. د محمد حمدان داگالو په مشرۍ د چټک غبرګون ملېشو د سوډاني پوځ د دغو هوايي بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. په عین حال کې د سیمې اوسیدونکو خبر ورکړی دی چې د چټک غبرګون ځواک هم د سوډان د پوځ پر ضد له ډرون او د الوتکو ضد توغندي کارولي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5253
۱ کال پیش
شماره خبر 5253
منتشر شده در ۱۷:۴۹ - سرطان ۱۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email