په زابل کې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه اومان له منځه یوړل شول

مواد مخدر

د زابل د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن له ۲۰۰۰ کیلو ګرامه اومانو سره نیولی دی.

د زابل د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یې یو تن له ۲۰۰۰ کیلو ګرامه اومانو سره یو ځای نیولی دی.

هېره دې نه وي چې ترلاسه شوي اومان د سیمه ییزو مسوولینو پر وړاندې وسوځول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د عاليقدر امير المؤمنين د يوه فرمان له مخې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو د کرکيلې او کارخونو له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت ګډو ځواکونو جدي مبارزه پيل کړې ده.

بیشتر بخوانید:  کرزي د یوناما له استازي سره په کتنه کې: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x