د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د بریکس سرمشریزه د روان کال د عقرب په لومړۍ نېټه په کازان کې جوړه شي. د راپورونو پر بنسټ، ولادیمیر پوتین او شي جین پینګ؛ د روسیې او چین ولسمشران به د دې غونډې په څنډه کې دوه اړخیزه غونډه ولري. د بریکس ډلې اصلي غړي برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا دي. دا ډله د روان میلادی کال په پیل کې د ایران، مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10286
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10286
منتشر شده در ۱۵:۱۰ - سنبله ۱۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email