په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د تودوخې د شدت د زیاتوالي خبرداری

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی چې د ۱۴۰۴ کال د سرطان له ۱۰ څخه تر ۱۳ پورې به افغانستان د تودوخې سخته څپه ووهي، چې په ځینو سیمو کې تودوخه به له ۴۵ درجو سانتي ګراد څخه زیاته شي.
په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د تودوخې د شدت د زیاتوالي خبرداری

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ډیری برخو کې تودوخه به د معمول له اوسط څخه د ۲ څخه تر ۱۰ درجو پورې لوړه شي.

په ځانګړې توګه، د هیواد سویلي، ختیځ او شمالي سیمې به د ۴۵ درجو څخه د زیاتې نه زغملو وړ تودوخې سره مخ شي.

د سرچینې په وینا، دا تودوخه څپه کولای شي د انسانانو روغتیا ته زیان ورسوي او څاروي او نباتات په جدي خطر کې واچوي. FAO د دې اقلیمي کړکېچ د پایلو کمولو لپاره د مخنیوي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په توګه چې د اقلیم بدلون ته زیان منونکي دي، افغانستان په وروستیو کلونو کې د سیلابونو او سختو وچکالیو سره مخ شوی دی.

دې کار د هیواد چاپیریالي او اقتصادي ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه