.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.
شاهین وویل، طالبان له جاپان سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دي او له افغانستان سره د مرستې لپاره یې د دغه هېواد هڅې ستایلې دي.
اوکادا هم په دې غونډه کې وویل چې جاپان په افغانستان کې د وضعیت د ښه کولو لپاره له طالبانو سره د همکارۍ په لټه کې دی.