په درې میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ۱۴ غړو وژل کيدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په تازه درې میاشتني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۳۱ پورې، لږ تر لږه ۱۴ تنو د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.
په درې میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ۱۴ غړو وژل کيدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په تازه درې میاشتني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۳۱ پورې، لږ تر لږه ۱۴ تنو د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

ددغه راپور له مخې، په همدې موده کې لږ تر لږه ۲۸ بې‌اجازه نیونې او ۷ پېښې د شکنجې او ناوړه چلند ثبت سوې دي، چې پکښې د پخوانیو دولتي چارواکو او د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي شامل دي. یوناما وايي، د غیر قانوني وژنو او بې‌اجازه نیونو په قربانیانو کې یو شمېر پخواني دولتي چارواکي او امنیتي ځواکونه هم لیدل کېږي.

د یوناما په وینا؛ ددغه کسانو له ډلې څخه ځيني یی تازه له پاکستان او نورو سیمیزو هېوادونو څخه  افغانستان ته ستانه سوي وو.

د دې راپور بلې برخې کې ویل سوي چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار کولو مخه نیسي. له تیر کال د سپتمبر له اوومې نېټې راهیسې، افغانې ښځې په  هېواد  کې د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو څخه منع سوې دي.

ملګري ملتونو ویلي چې ښځینه کارکوونکي په افغانستان کې اوس مهال یا له خپلو کورونو یا د نورو لارو چارو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، او هڅې د دې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره لا هم روانې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x