د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دايکنډي کې د طالبانو د پاسپورټ دفتر مسوولينو د يکشنبې په ورځ (د حمل ١٢مه) اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې د پاسپورټونو د وېش بهير بند شوى او اعلان يې کړى چې په دغه ولايت کې د پاسپورټونو د وېش بهير د “تخنيکي ستونزو” له امله درول شوى دى. په دایکندي کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوید د پاسپورټ له غوښتونکو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې د دغه ولایت د پاسپورټ دفتر ته نه ورځي. هغه د “تخنیکي ستونزو” په اړه څه ونه ویل. په ورته وخت کې، په هیواد کې د پاسپورټ ترلاسه کولو پروسه خورا ورو ده. د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له یوه کال راهیسې د پاسپورت ترلاسه کولو ته انتظار باسي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8177
۸ میاشتی پیش
شماره خبر 8177
منتشر شده در ۱۳:۲۹ - حمل ۱۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email