په خوست کې د ښځو او ماشومانو د جسدونو په ګډون یو ډله‌ییز قبر موندل سوی.

د خوست ولایت ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې یو ډله‌ییز قبر کشف سوی دی، چې د ښځو او ماشومانو جسدونه پکښې شامل دي.
په خوست کې د ښځو او ماشومانو د جسدونو په ګډون یو ډله‌ییز قبر موندل سوی.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په خوست ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې یو ډله‌ییز قبر کشف سوی دی، چې د ښځو او ماشومانو جسدونه پکښې شامل دي.

سرچینو د جمعې ورځی په ماښام، د جدي په ۱۲مه نیټه ، تأیید کړي چې دا ډله‌ییز قبر د اوبو د بند د کیندني پر مهال د دې ولایت په یوه سیمه کې په ناڅاپي ډول موندل سوی دی.

د دې سرچینو په وینا، په جسدونو کې د ځینو قربانیانو لاسونه شاته تړل سوي وو، او د هغوی پر هډوکو د مرمۍ د لګېدو نښانې لیدل کېږي؛ هغه شواهد چې د ډله‌ییز اعدام اټکل لا پیاوړی کوي.

تر اوسه د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې موندني په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، او د قربانیانو هویت هم نه دی تثبیت سوی.

د دې قبر په تړاو ځیني اټکلونه شتون لري چې ښایي د افغانستان د تېرو جګړو د دورو سره اړیکه ولري، خو د پېښي د دقیق وخت او د عاملانو د معلومولو لپاره د بشري حقونو او عدلي خپلواکو بنسټونو جدي او بې‌طرفه څېړني ته اړتیا ده.

د دي ډول قبرونو موندنه یو ځل بیا د جګړه‌ییزو جنایتونو د ثبتولو او د عاملانو د ځواب ویلو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x