د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو يو قوماندان په خوست ښار کې يوې امنيتي پوستې ته څېرمه د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی. دغه پخوانی سرتېری د پنجشنبې په ورځ د حوت په ۱۷مه د خوست ښار په مرکز کې ووژل شو. دغه پخوانى سرتېرى نادر جبارخېل نومېده او څه موده يې د تنې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. سرچينې زياته کړې، چې د دغه پخواني سرتېري په موټر د ډزو په پايله کې د هغه د کورنۍ غړي هم ورسره وو، چې په پايله کې يې د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شول.

- 66
- کې خپور شو 5:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 7926
- March 9, 2024
- کې خپور شو 5:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 7926
- March 9, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 17:01 - March 9, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7926
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



