په خراسان رضوي ولایت کې د کډوالو لپاره د بریښنایی پاسپورت او موټر چلولو جواز د صادرولو بهیر پیل سو

د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او بهرنیو کډوالو اداره اعلان کوي چې د مهاجرینو لاسي پاسپورتونه په الکترونیکي پاسپورتونو د بدلون، د اوسیدنې کارت د وېش دوام او د همدې کارت لرونکو لپاره د موټر چلولو د جواز (ګواهینامې) د صادرولو پروسه پيل سوې ده.
په خراسان رضوي ولایت کې د کډوالو لپاره د بریښنایی پاسپورت او موټر چلولو جواز د صادرولو بهیر پیل سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او مهاجرینو ادارې ویلي چې د مهاجرینو لاسي پاسپورتونه په الکترونیکي پاسپورتونو د بدلون بهیر، د اوسیدنې کارت د نوي کولو د بهیر ادامه او د همدغو کارت لرونکو لپاره د موټر چلولو د جواز د صادرولو برنامه عملي سوې ده.

سید جعفر سیدآبادي، د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او مهاجرینو د چارو عمومي مشر، د اوسیدنې کارت د وروستي وضعیت په اړه وویل چې د اوسیدنې ۱۹مه طرحه په دغه ولایت کې روانه ده او تراوسه تر ۱۲۰ زره زیات کسانو پکې ګډون کړی او اقامت کارت یې ترلاسه کړی دی. ده زیاته کړه چې د دې پروسې مهلت د روان کال د عقرب میاشتې تر پایه ټاکل سوی دی. نوموړي ویلي چې لاسي پاسپورتونه په الکترونیکي پاسپورتونو د بدلون بهیر هم پیل سوی او شاوخوا ۲۰ زره افغان مهاجرین کورنۍ پاسپورتونه لري چې یو شمېر یې لاسي دي. د ده په وینا، د افغانستان قونسلګرۍ سره د ترسره سویو همغږیو په اساس، اړوند فورمونه د کفالت په دفترونو کې ډک سوي او قونسولګرۍ ته لېږل کېږي، تر څو د هر کس لپاره الکترونیکي پاسپورت صادر سي.

نوموړي د لنډمهاله کارتونو په اړه وویل چې اساسي موخه دا ده چې د لنډمهاله کارتونو لرونکي هم د اقامت کارت لرونکو په شان د خدماتو له مختلفو برخو برخمن سي. د ده په خبره، د همدې موضوع د حل لپاره له مرکزي بانک سره هم مکتوبې اړیکه نیول سوې ده. سیدآبادي په پای کې وویل چې د اوسیدنې کارت لرونکو لپاره د موټر چلولو د جواز د صادرولو پروسه د پولیسو، د کورنیو چارو وزارت او اړوندو ادارو په همکارۍ روانه ده او ورځنۍ نوبت‌ د بهرنیو اتباعو د کار او خدماتو په دفترونو کې ترسره کېږي، څو کسان د پولیسو ادارې ته تر مراجعې وروسته خپل موټر چلولو جواز ترلاسه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x