د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو د سېشنبې په ورځ (۲ د جدی) اعلان وکړ چې د جوزجان ولایت د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د پروژې قرارداد لاسلیک سوی دی. د دې پروژې ټول لګښت ۲۸ میلیونه ډالر دی چې له کورني بودجې څخه تمویلېږي.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د پایداره انرژیو عمومي رئیس، عبدالرحمان رحماني، د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې دا پروژه له یوې کورنۍ خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک سوې ده.
د دې قرارداد له مخې، د برېښنا لین به د شبرغان ښار څخه د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو کې د ۲۲۰ کیلوولټه سبسټېشن پورې د ۸۵.۴ کیلومترو په اوږدوالي وغځول سي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دی، او هممهاله د ژمي له رارسېدو سره وروستیو واورو او توپانونو په یو شمېر ولایتونو، د هرات په ګډون، کې د برېښنا جریان پرې کړی دی.
افغانستان لا هم د ګاونډیو هېوادونو له وارداتي برېښنا سره تړلی دی، او د انرژۍ په برخه کې کورنۍ پانګونه د دې لپاره اساسي اړتیا بلل کېږي چې پر وارداتو تکیه راکمه او په محرومو سیمو کې د برېښنا دوامداره تأمین یقیني سي.



