د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا نندارتون د ماشومانو د ساتنې دفتر په نوښت او د طالبانو د حکومت د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ پیل شو.
د دې ادارې د ترویج او غله جاتو رییس محمد نقیب وویل چې د نندارتون اصلي موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د تولیدونکو اقتصادي وده وه.
د سرچینې په وینا، په دې نندارتون کې له ۱۰۰ څخه زیات ډوله کرنیزې او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول، چې د سیمه ییزو تولیدونکو د هڅو پایله وه.
په نندارتون کې حاضرو تولیدونکو په تیرو دوو کلونو کې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو په برخو کې روزنه ترلاسه کړې ده.
دا روزنه د ښځو د ظرفیت لوړولو او د سیمه ییزو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د WHH دفتر او د کرنې ریاست په همکارۍ چمتو شوې وه.