د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «د دغې ډلې د دفترونو د یو کلن لاسته راوړنو تشریح» په پروګرام کې وویل: افغانستان په تېر کال کې لس میلیارده ډالره سوداګري درلوده. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په دوام وویل، چې له دې ۱۰ میلیارده ډالرو څخه ۱،۸ میلیارده یې صادرات او له ۸ میلیاردو ډېر یې واردات دي. دغه وزارت زیاته کړه، چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۲.۵٪، چین ته ۱۶٪، ایران ته ۱۹٪، ترکیې ته ۵۳٪ او روسیې ته ۵۴٪ زیات شوي دي. د دوی د څرګندونو له مخې، په دې موده کې ۱۰۰ تولیدي فابریکې پرانېستل شوې، څه باندې ۱۰۰۰ صنعتي او تولیدي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي، څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوې او له ۲۳۰۰۰ څخه زیاتو د پانګونې جوازونه تمدید، نوي او تعدیل شوي دي.

- 60
- کې خپور شو 2:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 9770
- July 31, 2024
- کې خپور شو 2:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 9770
- July 31, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 14:01 - July 31, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9770
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



