په تېرو څلورو کلونو کې له ۶.۸ میلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه سوي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې له واکمنېدو وروسته، په تېرو څلورو کلونو کې له ۶.۸ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راستانه سوي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې له ۶.۸ میلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه سوي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د جدې لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې د دې وزارت د سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر، له قوله ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته او د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۶.۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته بېرته راګرځېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا موضوع په هغه ناسته کې مطرح سوه چې د مولوي عبدالکبیر په مشرۍ افغانستان ته د راستنو سوو کډوالو د ستونزو د ارزونې او د دوامدارو حل‌لارو د موندلو په موخه جوړه سوې وه.

په دې ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزارت چارواکو د کډوالو د دایمي ستونزو د حل لپاره د طرحې پر مسوده بحث او نظریاتو تبادله کړې ده.

په ورته وخت کې، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون هم اعلان کړی چې یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۷۱۳ کډوالې کورنۍ، چې شاوخوا څلور زره کسان جوړېږي، په جبري ډول له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راستنې سوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری راستانه سوی کډوال د سرپناه، کارموندنې او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دي، او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ پر ظرفیتونو د زیاتېدونکي فشار په اړه خبرداری ورکړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x