په تېره یوه اوونۍ کې د ترکیې له خوا ۱۸۴۷ افغان کډوال شړل شوي دي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۸۴۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې دغه افغانان چې په “ناقانونه توګه” ترکيې ته داخل شوي وو، نيول شوي او بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې هېواد ته د ۲۰۰۸۹۷ پناه غوښتونکو په غیر قانوني توګه د ننوتو مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې ډېری افغانان اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره په ناقانونه توګه له پولو تېرېږي، خو ډېری یې نیول کېږي او تر شکنجې وروسته بېرته افغانستان ته استول کېږي.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه: د افغانستان حکومت د شرعي قوانینو په سختو تعبیرونو سره د ښځو بشري حقونه او د ښځو اساسي ازادي تر پښو لاندې کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x