په تېره میاشت کې له ۳۱۲،۰۰۰ ټنو څخه زیات توکي د اورګاډي له لارې لیږدول شوي

د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د روان کال په جوزا میاشت کې له ۳۱۲،۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر توکي د اورګاډي له لارې هیواد ته وارد او صادر شوي دي.
په تېره میاشت کې له ۳۱۲،۰۰۰ ټنو څخه زیات توکي د اورګاډي له لارې لیږدول شوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر نن، یکشنبه، د سرطان په ۸مه، راپور ورکړ چې په دې لیږدونو کې د حیرتان بندر څخه ۲۴۲،۳۵۷ ټنه، د آقینې بندر څخه ۱۶،۷۶۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر څخه ۲۲،۲۶۱ ټنه، او د خواف-هرات لارې څخه ۳۱،۰۱۸ ټنه شامل دي.

سرچینې زیاته کړه چې په دې لیږدونو کې د تیلو توکي او نور سوداګریز توکي شامل دي.

د دې ټولو لیږدونو څخه، ۴،۸۸۹ ټنه د ټرانزیټ او صادراتو په بڼه ترسره شوي، چې ډیری یې وچې میوې او د انارو جوس وو.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د اورګاډي پټلۍ پراختیا د سیمې او نړۍ سره د افغانستان سوداګرۍ کې د پام وړ ښه والی راوستی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه