په تهران کې د پاکستان، چین او ازبکستان درې اړخیزې خبرې د سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو په اړه

محمد صادق، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، ویلي دي چې د تهران د سیمه‌ییزې غونډې په څنډه کې یې د چین او ازبکستان ځانګړو استازیو سره د ګډو امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې او په دې موافقه سوې چې په ګډه د امنیتي ګواښونو پر وړاندې همکاري وکړي.
په تهران کې د پاکستان، چین او ازبکستان درې اړخیزې خبرې د سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو په اړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، ویلي دي چې په تهران کې د سیمه‌ییزې غونډې په څنډه کې یې د چین او ازبکستان ځانګړو استازیو سره د ګډو امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

صادق د دوشنبې په ورځ، د قوس ۲۴، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې هېواد یې د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو د شمېر د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنې لري؛ هغه مسأله چې، د هغه په وینا، د سیمه‌ییزې همغږۍ مخه نیولې ده. هغه ټینګار کړی چې درې واړه هېوادونه په ګډه د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ لپاره موافقه کړې ده.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره سوې چې د پاکستان استازي د تهران غونډه کې طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د پاکولو مسوول او لومړي درجې مسؤل بللي دي. پاکستان څو ځله طالبان په دې تورن کړي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ جنګیاليو ته پناه ورکوي.

په ورته وخت کې، چین هم خپلې امنیتي اندېښنې څرګندې کړې دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او تاجیکستان په پوله کې په حملو کې پنځه چینایي اتباع ووژل سول.

دا بدلونونه د سیمې د هېوادونو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې زیاتوالی ښيي؛ اندېښنې چې د تهران د غونډې اصلي محور یې هم جوړ کړی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x