د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فیسونو دا زیاتوالی، چې د شنبې راهیسې پلي شوی و، د مهاجرینو له پراخ منفي غبرګون سره مخ شو. ډیری کډوال د خپل خراب اقتصادي وضعیت له امله د دې درانه لګښتونو د ادا کولو توان نهدرلودل. د مهاجرینو له اعتراضونو وروسته په تهران کې د افغانستان د سفارت سرچینو او هم د دغه سفارت په حواله مهاجرینو نن دوشنبه د میزان ۳مه تایید کړه چې د قونسلګرۍ د خدماتو تعرفه بیرته پخواني حالت ته راګرځیدلې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6125
۱ کال پیش
شماره خبر 6125
منتشر شده در ۱۶:۱۰ - میزان ۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email