په تل ابیب کې د صهیونیسټ پوځ او موساد د استخباراتو په مرکزونو د ایران د اسلامي جمهوریت بریالی برید

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دقیق توغندیو عملیاتو په جریان کې، د صهیونیسټ رژیم د پوځي استخباراتو مرکز (AMAN) او همدارنګه په تل ابیب کې د ترهګریزو عملیاتو او موساد د شرارتونو د پلان کولو مرکز په بریالیتوب سره په نښه شو.
حمله موفق جمهوری اسلامی ایران به مراکز اطلاعاتی ارتش و موساد در تل‌آویو

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اعلان وکړ چې دا عملیات د صهیونیسټ رژیم د دښمنانه او ظالمانه اقداماتو په ځواب کې او د ایران د پرېکنده غبرګون ژمنې د پلي کولو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

د دې مهمو مرکزونو په نښه کول د صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې په ډګر کې د ایران د وسله والو ځواکونو د استخباراتو دقت، عملیاتي وړتیا او ستراتیژیک تسلط ښیې.

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول اردو ټینګار کړی چې دا ځواب د ایران لخوا د بیت المقدس د اشغالګر رژیم د تیري په وړاندې د مخنیوي اقداماتو یوه لړۍ ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه