په ترکیه کې د ۴۲ زرو څخه د زیاتو افغان پناه غوښتونکو نیول

د ترکیې د کډوالو ادارې تازه شمېرې ښيي چې په تېر یو کال کې په دې هېواد کې د ۴۲ زرو څخه زیات افغان پناه غوښتونکي له دی امله نیول سوي دي؛ چی د استوګني قانوني اسناد یی نه درلودل. دا شمېرې پر افغان کډوالو د فشار د زیاتېدو څرګندونه کوي.
په ترکیه کې د ۴۲ زرو څخه د زیاتو افغان پناه غوښتونکو نیول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ترکیې د کډوالو ادارې د تازه شمېرو پر بنسټ، په تېر یو کال کې په دې هېواد کې له ۱۵۲ زرو څخه زیات پناه غوښتونکي د استوګنی قانونی اسنادو د نه لرلو له امله نیول سوي دي. په دې ډله کې، افغان پناه غوښتونکي د ۴۲ زرو څخه د زیاتو کسانو په شمېر سره د نیول سویو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

ترکیې چارواکو ویلي چې هڅه کوي د پولو په کنټرول او په لویو ښارونو کې د څار د سختولو له لارې د ناقانونه کډوالۍ کچه راټیټه کړي.

د ترکیې د کډوالو ادارې راپور زیاتوي چې د افغانستان له اتباعو وروسته، د سوریې، پاکستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو وګړي د نیول سویو په وروستیو کتارونو کې ځای لري.

په وروستیو کلونو کې، او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پخوانی جمهوري نظام له سقوط وروسته، په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر په بې ساري ډول زیات سوی دی. د دغو پناه غوښتونکو ډېری یې په نامعلوم حقوقي وضعیت کې ژوند کوي او تل د نیول کېدو او ایستلو له وېرې اندېښمن دي.

د اروپا له لوري پر ترکیې د غیر رسمي کډوالۍ د مخنیوي لپاره د فشار په زیاتېدو سره، د دې هېواد پولیس په پرله‌پسې ډول افغان پناه غوښتونکي نیسي او افغانستان ته یې لیږدوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x