په ترکیه کې د ښي اړخ ګوند مشر د افغان کډوالو د شړلو غوښتنه کوي

د ترکیې د ښي اړخ ظفر ګوند مشر امید اوزداغ د کوکایلي ښار کې په یوه مراسمو کې د اردوغان حکومت د کډوالۍ پر پالیسیو نیوکه وکړه او د افغان او سوري کډوالو د راستنیدو غوښتنه یې وکړه.
رهبر حزب افراطی در ترکیه خواستار اخراج مهاجران افغان شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې د ظفر ګوند مشر او د کډوالۍ ضد یو مشهور شخصیت امید اوزداغ د رجب طیب اردوغان پر حکومت غږ وکړ چې د افغان او سوري کډوالو د راستنیدو پروسه ګړندۍ کړي.

هغه په هیواد کې د کډوالو شتون “ملي امنیت ته ګواښ” وباله.

د شنبې په ورځ، د سرطان په ۲۱مه، اوزداغ د کوجالي په ښار کې د ګوند د خدماتو دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د ترکیې د حکومت د کډوالۍ پر پالیسیو نیوکه وکړه او ویې ویل: “په داسې حال کې چې ایران په وروستیو ورځو کې له ۵۰۰،۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه کړي، موږ باید د خپلو قوانینو پر بنسټ سوریایي او افغانان هم بیرته خپل هیواد ته راستانه کړو.”

د ظفر ګوند مشر، چې د ترکیې د ښي اړخ یو مشهور شخصیت دی، تل په هیواد کې د مهاجرینو د شتون په وړاندې قوي او څرګند دریځ نیولی او په مکرر ډول یې د کډوالو په وړاندې د سختو پالیسیو د جوړولو او پلي کولو غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه