د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې د ساکاریا او کارادنیز ښارونو پولیسو اعلان کړی چې په دوو بېلو عملیاتونو کې یې ۲۴ افغان پناهوال د دې هېواد خاورې ته د «غيرقانوني داخلیدو» په تور نیولي دي.
د ساکاریا او کارادنیز پولیسو ویلي چې دغه عملیات د جمعې په ورځ، د عقرب په ۱۷مه، ترسره سوي، او د پناه غوښتونکو تر نیولو سره هم مهاله، په انسانې قاچاق دوه تورن کسان هم د ترکیې پولیسو نیولي دي.
د ترکیې امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې دغه پناه غوښتکي له نیول کېدو وروسته، د بهرنیو اتباعو د ایستلو مرکزونو ته لېږدول سوي څو د هغوی د ایستلو قانوني بهیر بشپړ سي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د هغو مهاجرینو د موندلو او نیولو عملیات ډېر کړي چې د قانوني اوسیدنې اسناد نه لري. د ګڼو افغان پناه غوښتونکو د نیول کېدو وروسته، هغوی بېرته افغانستان ته لېږل سوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو جبري ستنېدل په وروستیو میاشتو کې د افغانستان لپاره په یوه جدي انساني بحران بدل سوي دي.



